Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

هغوئي پيوند لګيدلي جامې واغوستلې * قربانئ ئې ورکړې * سختې ئې تيرې کړې * خپل خواهشونه ئې زير کړه او هميشه ئې اسلام ته سر بُلندي ورکړه.

په دې کښې زمونږ د پاره سبق دے، آه! مونږ د خپلو خواهشاتو پوره کولو په خاطِر، د خپل آرام د پاره، د اسلام د سر بُلندئ پرواه نه کوو، زمونږه کردار چې اوويني نو کافران زمونږ د اسلام نه نفرت شروع کړي، آه! د دُنيا محبت، د مال و دولت حِرص، د خپلې اَنا د پاره، د ذات پات په نوم بے ځايه جنګ جګړې، قتل، دوکه، دروغ، بهتان لګول، دوکه ورکول، غرض هغه کوم يو بد کار دے کوم چې نن د مسلمانانو په کردار کښې نه ميلاويږي...!!

ياد ساتئ! زمونږه منفي کردار صِرف زمونږ د پاره نه، د الله پاک د پاک دين، دينِ اِسلام په حق کښې نقصان رسوونکے دے، خلق زمونږ د مسلمانانو ليدو سره د اسلام تصوير په خپلو ذهنونو کښې کښينوي.

د يو انګريز مُفَکر عبرتناک جواب

شيخُ الحديث، حضرت علّامه عبدُ المُصطفٰـی اعـظمـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته د يو انګريز مُفَکِّر خبره بيا بيا راياديږي، هغه ته يو مسلمان اووئيل: ته صاحبِ نظر (يعني عقل مند) ئې، بيا ولې نه مسلمانيږې؟ په دې انګريز داسې عبرتناک جواب ورکړو چې د هغې په اوريدو سره به د هر