Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

  اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي. راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې* د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم (يعني ادب) په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجُّه سره به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

خپل محفلونه په ذِکرِ عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره ښائسته کړئ

      د مسلمانانو خوږه مور بـي بـي، صِدَّيقه بِنتِ صدَّيق حضرت عائشه صِدَّيقه، طَيِّبَه، طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زَیِّنُوْا مَجَالِسَکُمْ بِذِکْرِ عُمَرَ خپل محفلونه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په ذِکر ښائسته کړئ![1]

ممکنه ده چې د خلقو په ذِهن کښې دا خيال راځي چې 200، 400 يا 1000 خلق راغونډ شوي وي نو هغې ته مجلس وئيلے شي، داسې نه ده. د مجلس معنٰـی ده: د کښيناستلو ځائے. که يو کَس يواځې ناست وي، دا هم مجلس دے، دوه کَسان ناست وي، دا هم مجلس دے، څلور کسان ناست وي، دا هم مجلس دے، 500 کسان راغونډ شوي وي يا 5000، دا هم مجلس دے. مطلب دا دے چې * که  تاسو  يواځې  ناست ئې، بيا هم

ذِکرِ عمر کوئ! * که د کور والوو سره ناست ئې بيا هم ذِکرِ عمر کوئ! * که په دُکان کښې ناست ئې بيا هم


 

 



[1]...تاریخ دمشق ، جلد:44، صفحہ:380۔