Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

د يو پادري نه پوښتنه اوکړه: ھَلْ تَجِدُوْنَا فِیْ شَیْءٍ مِّنْ کُتُبِکُمْ يعني آيا ستاسو په کتابونو کښې زمونږ په باره کښې څه ليکلے شوي دي؟ پادري په آؤ کښې جواب ورکړو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه اوکړه: کَیْفَ تَجِدُوْنِیْ مونږ په خپلو کتابونو کښې څنګه بيامومئ؟ پادري اووئيل: قَرْنٌ مِّنْ حَدِیْدٍ  يعني زمونږ په کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې تاسو د اوسپنې ښکر ئې. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: د اوسپنې ښکر! د دې څه مطلب دے؟ پادري اووئيل: اَمِیْرٌ شَدِیْدٌ يعني (ديني احکام نافذولو کښې) سختئ کوونکے حاکِم . په دې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک شکر ادا کړو او اوئې فرمائيل: الله پاک د ټولو نه لوئ دے، ټول تعريفونه د هغه د پاره دي.[1]    

د نجران والوؤ ګواهي

      يو ځل اَمِيْرُ الْمُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په اَس سور وو او چرته روان وو، ناڅاپه د هغوئي د پنډئ مبارکې نه کپړه لرې شوه، اتفاقي خبره ده چې هغه وخت نجران والا (څوک چې کافران وو، هغوئي) کښې د چا نظر د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په پنډئ مبارکه پريوتو، په هغې توره نښه وه، په دې نجران والؤ اووئيل: ھٰذَا الَّذِیْ نَجِدُ فِیْ کِتَابِنَا یُخْرِجُنَا مِنْ اَرْضِنَا


 

 



[1]...مناقب امیر المؤمنین عمر بن الخطاب لابن الجوزی، الباب الرابع، فی صفۃ  فی التوراۃ، صفحہ:15۔