Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تَعارُف

       حضرت عُمرِ فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عظيم صحابـئ رسول دے * په دنيا کښې د هغوئي نوم مبارک عمر دے * په آسمانونو کښې هغوئي د فاروق په نوم پيژندلے شي * په آسماني کتاب تورات شريف کښې د هغوئي نوم مَنْطِقُ الْحَقْ (يعني حق خبره کوونکے) دے * په انجيل شريف کښې د هغوئي نوم کافِي دے * او په جنّت کښې به د هغوئي نوم اَقدس سِراج وي.[1]

      حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مکه مکرمه کښې دُنيا ته تشريف راوړلو، د يو روايت مطابق هغوئي د 39 سړو نه پس مسلمان شولو، ځکه هغوئي ته مُتَمِّمُ الْاَرْبَعِین (يعني د 40 عدد پوره کوونکے) وئيلے شي.[2]  سرورِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د ايمان راوړلو د پاره دُعا اوکړه، ځکه هغوئي مرادِ رسول هم دي.[3] د هغوئي عَدل و اِنصاف بے مثاله وو، ځکه هغوئي ته اَعدَلُ الْاَصْحَاب (يعني په صحابۀ کرامو کښې د ټولو نه زيات عدل کوونکے) وئيلے شو.[4]

      حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 63 کاله په دنيا کښې تشريف فرما


 

 



[1]...الریاض النضرۃ، الباب الثانی، فی مناقب عمر بن خطاب، صفحہ:235۔

[2]...معرفۃ الصحابۃ، باب الارقم بن ابی الارقم، جلد:1، صفحہ:293 ملتقطاً۔

[3]...فیضان فاروق اعظم، جلد:1، صفحہ:54۔

[4]...فیضان فاروق اعظم، جلد:1، صفحہ:51۔