Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

دا بيان کړے دے: اَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّار دوئي په کافِرانو ډير سخت دي، دا آيت مبارکه د ټولو نه اوّل په حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صادق راځي، هغوئي کُفر و سرکشئ ذليل كوونکي دي، د هغوئي د رعب او دبدبے دا حالت دے چې د هغوئي د نوم نه د روم او ايران بادشاهان ويريږي، د چا په وجه چې اسلام ته دومره شان و شوکت نصيب شو د هغوئي نوم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے.

فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دوزخ نه رکاؤټ  دے

      حضرت اُمِّ کلثوم رَضِىَ اللهُ عَـنْها د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږه نمسئ يعني د سيّده فاطمة الزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها شهزادګئ ده، هغوئي د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بي بي وه، يوه ورځ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوليدل چې حضرت اُمِّ کلثوم رَضِىَ اللهُ عَـنْها ډيره ژاړي، هغوئي د ژړا وجه اوپوښتله نو بي بي محترمې اووئيل: اے  اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن! کعبُ الاَحبَار وائي چې تاسو د دوزخ په دروازه باندې ئې.

 حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا واوريدل نو په هغوئي د الله پاک ويره راغله، هغوئي فوراً حضرت کعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ را اوغوښتلو. حضرت کعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شولو او عرض ئې اوکړو: اے اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن!  په ما تادي مه کوئ! په الله پاک مې دې قسم وي! د ذُوالحج مياشتې ختميدو سره به تاسو جَنَّت ته تشريف يوسئ.