Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

اسلام عزّت د اوچتو نه اوچت شو خو آه! چې کله د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وِصال اوشو، هغوئي د دُنيا نه پرده اوفرمائيله، نو هغه وخت د فتنو دَور شروع شو.

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فتنو تالا ده

      يو ځل د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  او د حضرت ابوذر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ملاقات اوشو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت ابوذر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره لاس ميلاؤ کړو او په مينه ئې د هغوئي لاس مبارک له زور ورکړو، په دې حضرت ابوذر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اووئيل: دَعْ يَدِيْ يَا قُفْلَ الْفِتْنَةِ يعني اے د فتنې تالے! زما لاس پريږده. چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې د وضاحت پوښتنه اوکړه نو حضرت ابوذر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اووئيل: يوه ورځ د الله پاک آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تاسو اوليدلئ نو اوئې فرمائيل: لَا تُصِيْبُكُمْ فِتْنَةٌ مَّا دَامَ هٰذَا فِيْكُمْ  يعني چې تر څو دا (يعني حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) په تاسو کښې موجود دے، نو تاسو ته به يوه فتنه هم نه را رسي.[1]   

اِهلِ اِسلام به د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په وفات ژاړي

      يوه ورځ  حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  په بارګاهِ  رسالت کښې حاضر


 

 



[1]...تاریخ دمشق، جلد:44، صفحہ:334۔