Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

دا اوليدل نو د ادب كولو سره شاته اودريدلو، چې کله سرورِ عالم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سجدې نه سر پورته کړو نو فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ئې اوليدلو او اوئې فرمائيل: اے عُمره! زه دې په سجده کښې اوليدلم نو ته يو طرف ته اودريدلې، تا ډير ښه اوکړل.

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور اوفرمائيل: اِنَّ جِبْرِیْلَ اَتَانِیْ  فَقَالَ مَنْ صَلّٰـی عَلَیْكَ مِنْ اُمَّتِكَ وَاحِدَۃً صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ عَشَرًا وَرَفَعَہُ بِھَا عَشَرَ دَرَجَاتٍ  بيشکه اوس جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  زما خوا له راغے او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! چې ستاسو کوم اُمّتي په تاسو يو ځل درود شريف اولولي، الله پاک به په هغه لس رحمتونه نازل کړي او لس درجے به ورله هم اوچتې کړي.[1] 

مومنو! پڑھتے نہیں کیوں اپنے آقا پر درود           ہے فرشتوں کا وظیفہ اَلصَّلٰوۃُ وَالسَّلَام[2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديث شريف کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي.[3]


 

 



[1]...معجم اوسط،  جلد:5،حدیث:6602ملتقطاً۔

[2]...قباله بخشش، صفحہ:164۔

[3]...مسند فِرْدَوس، جلد:4، صفحہ:305، حدیث:6895۔