Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا خبره واوريدله نو په حيرانتيا سره ئې اوفرمائيل: اَيَّ شَيْءٍ هٰذَا مَرَّةً فِي الْجَنَّةِ وَمَرَّةً فِي الَّنارِ؟ يعني اے کعب! دا څه خبره شوه...؟؟  کله وائې چې زه د دوزخ په دروازه يم او کله وائې چې زه جنّتي يم؟ حضرت کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: وَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهٖ! اِنَّا لَنَجِدُكَ فِـىْ كِتَابِ اللّٰہِ عَلٰى بَابٍ مِّنْ اَبْوَابِ جَهَنَّمَ تَمْنَعُ النَّاسَ اَنْ يَقْعُوْا فِيْهَا، فَاِذَا مِتَّ لَمْ يَزَالُوْا يَقْتَحِمُوْنَ فِيْهَا اِلٰى يَوْمِ الْقِيَامَةِ يعني اے اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن! په هغه ذات مې دې قسم وي د چا په قبضه کښې چې زما ځان دے! مونږ د الله پاک په کتاب کښې لوستلي دي چې تاسو د دوزخ په دروازه ئې او خلق دوزخ ته د پريوتو نه منع كوئ، کله چې تاسو د دُنيا نه تشريف يوسئ نو خلق به تر قيامته پورې دوزخ ته غورزيږي.[1]

بھٹک سکتا نہیں ہر گز کبھی وہ سیدھے رستے سے    کرم جس  بخت ور  پر ہو گیا فاروقِ اعظم کا

خُدا کی خاص رحمت سے، مُحَمَّد کی عنایت سے    جہنّم میں  نہ  جائے گا،  گدا  فاروقِ اعظم[2]

پاڅه! اے د دوزخ د تالې ځويه...!!

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د داسې مفهوم يو بل روايت هم دے، حضرت عبدُ الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ كوم چې د ډيرې اوچتې مرتبې صحابئ


 

 



[1]...کنز العمال، کتاب الفضائل، جز:12، جلد:6، صفحہ:256، حدیث:35782۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:527۔