Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره د محبت کولو فضيلت

       اے عاشقانِ رَسُول! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فاروقِ اعظم دے، د هغوئي خو څه ښكلے ښائسته شان دے، څوک چې د هغوئي سره محبت کوي، هغوئي هم ښائسته شان والا كيږي. د صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د مدينے سردار، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ اَحَبَّ عُمَرَ عُمِّرَ قَلْبُہٗ بِالْاِیْمَانِ يعني څوک چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره محبت اوکړي د هغه زړه د ايمان نه ډکولے شي.[1]

بھٹک سکتا نہیں ہر گز کبھی وہ سیدھے رستے سے    کرم جس  بَخْت وَر  پر  ہو گیا  فاروقِ  اعظم  کا[2]

د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره محبت د رشک قابل دولت دے

      اے عاشقانِ صحابۀ کرام او اهلِ بيت! د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره محبت څه عام څيز نه دے، دا د رشک قابل دولت دے. ټولو صحابۀ کرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوَان به په خپل مينځ کښې د يو بل سره محبت کولو خو د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره محبت هغه محبت دے چې صحابۀ کرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوَان به په دې محبت باندې فخر کولو.


 

 



[1]...الریاض النضرۃ، الباب الثانی فی مناقب عمر، ذكر الحث علی محبتہ، صفحہ:275۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:527۔