Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخرہ كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدار رِسالت ، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـىَ فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
قناعت سُنَّتِ مصطفـٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے
د رسولُ اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): چا چې ايمان راوړو، بقدرِ کفايت رزق ورته ورکړے شو او هغه د الله پاک په ورکړے شوي (رزق) قناعت اوکړو، بيشکه هغه کامياب شو.[2] (2): اے ابو هريره! قناعت اختيار کړه د ټولو نه به زيات شکر ګزاره جوړ شې.[3]
اے عاشقانِ رَسُول! قناعت سُنَّتِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے. د قناعت معنٰی دہ: چې څومره ميلاؤ شو په هغې راضي اوسيدل، د زياتو