Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

اورولے وو چې د الله پاک نبـي حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام ته اوفرمائيل: * د محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په اُمّت کښې به يو کَس وي، هغه ته به خلق عمر بن خطّاب وائي * هغه به د ټولو نه بهترين دين والا وي * د هغه يقين به ډير پوخ وي، تر څو چې هغه په دُنيا کښې وي د هغه دين به غالِب وي * خلق به د الله پاک رسئ مضبوطه نيسي * دوزخ ته به تالې پرتې وي * کله چې عمر د دُنيا نه لاړ شي نو يقين به کمزورے شي * د نيکانو خلقو ژوند به کم شي * خلق به په فِرقو (يعني ډلو) کښې تقسيم شي * بيا به د دوزخ تالې بيرته کړے شي او خلق به په هغې کښې غورزيږي.[1]       

فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِسلام له عزّت ورکړو

سُبْحٰنَ اللّٰہ! اے عاشقانِ صحابۀ کرام او اهلِ بيت! څومره ښكلے اعلٰـى شان دے، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  لا دُنيا ته تشريف راوړے هم نه وو، د دې نه مخکښې چې به خلقو د تيرو آسماني کتابونو تلاوت کولو، د آسماني کتابونو عالِمَان وو، د مخکښينو نبيانو په ارشاداتو پوهيدل، هغوئي ته معلومه وه چې اُمّتِ مُصطفٰى کښې به يو کَس وي * د هغه نوم به عمر بن خطّاب وي * د هغه دين به بهتر او يقين ډير پوخ وي * تر څو چې هغوئي په دُنيا کښې وي، دين به غالب وي، خلق به د دوزخ نه بچ کيږي


 

 



[1]...تاريخ دمشق، جلد:44، صفحہ:334۔