Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

يعني دا هغه کَس دے د چا په باره کښې چې زمونږ په کتابونو کښې ليکلي دي چې دوئي به مونږ ه زمونږ د زمکو نه اوباسي.[1]

      اَللهُ اکبر! اے عاشقانِ صحابۀ کرامو او اهلِ بيت! تاسو اوکتل! په مخکښينو آسماني کتابونو کښې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خير څومره په تفصيل سره موجود وو، کافِرانو صِرف د هغوئي په پنډئ مبارکه توره نښه اوليدله، د هغې نه هغوئي حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوپيژندلو.

بَيتُ المُقَدَّس څنګه فتح شو...؟

      بَيْتُ الْمُقَدَّس کوم چې ډير مبارک ښار دے، دا په وړومبي ځل د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په دورِ خِلافت کښې فتح شو، د دې د فتح کولو واقعه ډيره حيرانيدونکې ده، داسې اوشو چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فوج مشر جوړ کړو او يو لښکر ئې ورته ورکړو او بَيْتُ الْمُقَدَّس ته ئې روان کړو، حضرت ابو عبيده بن جَرَّاح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د لښکر سره بَيْتُ الْمُقَدَّس ته اورسيدلو، د کافِرانو د قلعے محاصَره (يعني ګيره) ئې اوکړه، تقريباً 4 مياشتے دا جنګ روان وو خو هيڅ نتيجه ئې رانغله.


 

 



[1]...مجمع الزوائد، باب مناقب عمر بن الخطاب، باب فی صفۃ، جلد:9، صفحہ:32، حدیث:14400۔