Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

الدُّنْيَا فَاَعِزْهُ فِـىْ عَرَصَاتِ الْقِيَامَةِ يعني اے رحمان و رحيم رَبَّه! دا عمر دے، ده په دُنيا کښې زما عِزَّت اوچت کړو، نن د قيامت په ورځ ته ده له عِزَّت ورکړې.

د دې سره به حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته دوه جبے (يعني چُغے) ور واغوستے شي، د هغې جبو خوشبو به داسې وي چې که چرې په هغې کښې د يوې خوشبو دُنيا ته راپرانستے شي نو ټوله دُنيا به د هغې په خوشبو مُعَطَّره شي. حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به په نوراني اوښه کښينولے شي، د هغوئي مخے ته به اويا زره جنډې خوزولے شي، په دغه وخت به د حشر په ميدان کښې يو آواز کيږي:  یٰاَهْلَ الْمَوْقَفِ هٰذَا عُمَرُ فَاعْرِفُوْهُ  اے حشر والوؤ! دا عمر دے، دوئي اوپيژنئ...![1]

اے عاشقانِ صحابۀ کرام او اهلِ بيت! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې تر څو پورې په دُنيا کښې وو، د اسلام د سر بُلندئ د پاره ئې کوشش کولو * د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په جنګونو کښې هم شريک شو * سر په تلي کښې کيښودلو سره د اسلام په خاطر اوجنګيدو * د اسلام د سر بُلندئ د پاره ئې په ځان سختې هم تيرې کړې * په دنيا کښې د عدل نظام جوړ شو، د هغې د پاره هغوئي لوږه هم تيره کړه * تقريباً د نيمې دُنيا رُعب لرونکي خليفه کيدو باوُجُود


 

 



[1]...الریاض النضرۃ، الباب الثانی، الفصل التاسع، ذکر نبذۃ من فضائلہ، صفحہ:274۔