Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
معاف کړے شي۔ دا هُم د توبې يوه حصه ده۔ که د يو بنده حق وهلے شوے وي، چې تر څو پورې پۀ هغۀ باندې معاف نۀ کړے شي، تر هٰغه وخته پورې هٰغه حق نۀ معاف کيږي، ځکه بهتره ده چې د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې د خپل هر يو اشنا کَس نه احتياطاً معافي وغواړئ، چې که پۀ قصداً يا پۀ نا پوهۍ کښې چرې د چا زړۀ ازار شوے وي، چا ته مو تکليف رسولے وي نو د هغې معافي وشي۔ دلته د شبِ براءَت نه مخکښې پۀ واټس ايپ (WhatsApp) وغيره باندې يو ميسج چليږي، پۀ کوم کښې چې نورو خلقو ته د معافۍ درخواست کولے شي، دا ښه طريقه ده خو يو ميسج درې يا څلورو سوو کسانو ته فارورډ (Forward) کول د معافۍ د پاره کافي نۀ دي، بهتره دا دي چې چا سره ميلاويدے شي هغوئي سره ميلاو شي ،چاته چي فون کولے شئ هغوئي ته فون وکړئي او چا ته چې رسائي نشي کيدے نو هغوئي ته باقاعده اواز يا ليکلے پيغام (Voice or Text Message) د خپل طرف نه ريکارډ (Record) کړے شي او يا وليکلے شي او وليږلے شي، چې مخامخ کَس ته واقعي پۀ سنجيدګۍ سره معلومه شي چې زما نه معافي غوښتلے کيږي او د چا نه چې معافي غوښتلے کيږي، هغوئي له هم پکار دي چې خپل مسلمانان وروڼه معاف کړي او ثواب وګټي۔
مُعاف فَضْل و کرم سے ہو ہر خطا یارَبّ! ہو مغفرت پئے سلطانِ اَنبیا یارَبّ!
بِلا حساب ہو جنّت میں داخِلہ یارَبّ! پڑوس خُلد میں سَروَر کا ہو عطا یارَبّ!
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
(3): د زړۀ نه بُغض او کينه اوباسئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د روايتونو مطابق چې کوم بد نصيبه د شبِ براءَت پۀ