Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

شبِ بَراءَت د فرښتو د اختر شپه ده

حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: وئيلے شوي دي چې لکه څنګه چې د مسلمانانو د پاره د اختر دوه ورځې دي، هُم داسې د اسمان د فرښتو د پاره دوه شپې د اختر دي: (1): شبِ براءَت او (2): شبِ قَدر۔ ([1])

شبِ براءَت د عبادت شپه ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! شبِ براءَت د عبادت شپه ده، پۀ دې شپه باندې د زړۀ نه د غفلت پردې  لرې کول او د الله پاک پۀ ياد کښې تيرول هُم ډير سعادت دے۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چا چې 5 شپې ژوندۍ کړې (يعنې په عبادت کښي ئې روڼي کړي ) د هغۀ د پاره جنَّت واجِب کيږي: (1): د تَروِیَه (یعنې د 8 ذُو الحج) شپه (2): د عرفې (یعنې د 9 ذُو الحج ) شپه (3): د عیدُ الاَضحٰی (یعنې د 10 ذُو الحج) شپه (4): د عید الفطر [يعنې د وړوکي اختر] او (5): د شعبان پينځلسمه شپه۔ ([2])

بنا دے مجھے نیک نیکوں کا صدقہ                                                                        گُنَاہوں سے ہر دم بچا یااِلٰہی!

عبادت میں گزرے مری زندگانی                                                                     کرم ہو کرم یاخُدا یااِلٰہی!

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                           صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د شبِ براءَت 5 خاصيتونه

اِمامِ فخر الدِّين رازي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ تفسيرِ کبير کښې فرمائي: د شبِ براءَت 5 خاصيتونه دي: (1): پۀ دې شپه باندې هر د حکمت والا کار تقسيمولے کيږي، مثلاً پۀ راتلونکي کال به چا له څومره رزق ورکولے کيږي، کوم خوش قِسمته به حج کوي، څوک به مړ کيږي، څوک به ژوندے پاتې کيږي وغيره هر څۀ فرښتو ته وئيلے کيږي او پۀ دغه کارونو باندې د هغوئي ډيوټيانې لګولے کيږي (2): پۀ دې شپه باندې د عبادت خصوصي فضائل دي، مثلاً: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کوم بنده چې پۀ شبِ براءَت کښې 100 رکعته نفلونه وکړي، الله پاک هغۀ ته 100 فرښتے راليږي،


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، صفحہ:303۔

[2]... الترغیب و الترھیب، کتابُ العیدَین، جلد:2، صفحہ:98، حدیث:2۔