Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
نه پس 21 کرته قُل هُوَ اللهُ اَحَدٌ (ټول سورت) يا يو ځل سُورَۀ يٰسين شريف ولولئ بلکې که کولے شئ نو دواړه ولولئ۔ دا هم کيدے شي چې يو اِسلامي ورور پۀ تيز اواز يٰسين شريف لولي او نور يـې پۀ خاموشۍ سره ښه پۀ توجه باندې اوري۔ پۀ دې کښې دې د دې خبرې خيال وساتلے شي چې اوريدونکے دې پۀ دغه وخت کښې پۀ ژبه يٰسین شریف بلکې هيڅ هم نۀ لولي او دا مسئله هم ياده ساتئ چې کله قرآنِ کريم پۀ تيز اواز وئيلے کيږي نو چې کوم خلق د اوريدو د پاره حاضر وي نو پۀ هغوئي باندې فرضِ عين دي چې پۀ خاموشۍ سره ښه پۀ توجه يـې واوري۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هُم د شپې پۀ شروع کيدو کښې به د ثواب ډيرے جوړ شي۔ هر ځل د يٰسین شریف نه پس د شعبان د نيمې يعنې شبِ براءَت دُعا هم لولئ۔
د شيخ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د شَعبَانُ الـمُعَظَّم د مياشتې پۀ فضائلو باندې مشتمله رساله ده: آقا (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) کا مہینہ۔ پۀ دې رساله کښې د شعبان د نيمې يعنې شبِ براءَت دُعا ليکلې ده، هلته يـې وګورئ او اوئې لولئ۔
د 20 مقبول حجونو او د 20 کالو د روژو ثواب
د مسلمانانو څلورم خليفه مَولا علي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: شبِ براءَت وو، ما وليدل چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نـمونځ ادا کوي، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 14 رکعته نـمونځ ادا کړو، د نـمونځ نه د فارغيدو نه پس رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښيناستو او 14 کرته يـې سورۀ فاتحه، 14 کرته يـې سُورۀ اِخلاص (قُلْ ھُوَاللّٰہُ اَحَد)، 14 کرته يـې سُورۀ فَلق (قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ الْفَلَق)، 14 کرته يـې سُورۀ نَاس (قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ النَّاس) او يو ځل يـې آيَةُ الـکُرسي ولوستله او پۀ اخره کښې يـې د دې آيت مبارک تلاوت وکړو: