Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
کښې افضل څوک دے؟ اوئې فرمائيل: کُلُّ مَخْمُوْمِ الْقَلْبِ، صُدُوقُ اللِّسَانِ هر هٰغه بنده کوم چې مَخمُومُ القَلب دے او رښتونې ژبې والا دے۔ صحابۀ کرامو عَلَیْهِمُ الرِّضْوَان عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! صُدُوقُ اللِّسان (يعنې رښتونې ژبې والا) څۀ ته وئيلے شي، پۀ دې باندې خو پوهه شو، مَخمُومُ القَلب څوک دے؟ اوئې فرمائيل: هٰغه متقي کَس د چا چې څۀ ګناه نۀ وي، د هغۀ پۀ زړۀ کښې نۀ سرکشي وي، نۀ کينه، او نۀ پکښي حَسَد وي۔ ([1])
معلومه شوه چې د چا ژبه رښتونې وي، دروغ نۀ وائي او د چا پۀ زړۀ کښې چې نۀ سرکشي وي، نۀ کينه وي، نۀ بغض وي، نۀ حَسَد سوزيدل وي، هٰغه بنده ډير د فضيلت والا دے۔ شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ بارګاهِ رسالت کښې اِستغاثه وړاندې کوي:
جھوٹ سے بغض و حسد سے ہم بچیں کیجئے رحمت اے نانائے حُسین
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
درې ځله ورته د جنَّت زيرے ميلاؤ شو
صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: مونږه د مالِکِ جنَّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: یَطْلُعُ عَلَیْکُمُ الْآن مِنْ هٰذَا الْفَجِّ رَجُلٌ مِنْ اَهْلِ الْجَنَّۃِ يعنې اوس به ستاسو خوا له پۀ دې لاره باندې يو جنَّتي انسان راځي۔ نو يو انصاري صحابي پۀ هٰغه ځائے راغلو، د هغۀ ګيره د اوداسه پۀ اوبو باندې لمده وه، پۀ ګڅ لاس کښې يـې پيزار راغستے وو او راروان وو۔
پۀ دويمه ورځ باندې بيا نبي اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اوس به ستاسو خوا له پۀ دې لار باندې يو جنَّتي انسان راځي۔ پۀ دويمه ورځ هم هٰغه صحابي