Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پوخ ايمان وساتي او د توبې نه پس د ګناهونو طرف ته واپس اونه ګرځي بلکې نيکۍ کوي، د الله پاک د راضي کولو پۀ کارونو کښې مصروف شي نواِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! الله پاک به د هغۀ ګناهونه پۀ نيکو کښې بدل کړي۔ ([1])

مجھے سچّی توبہ کی توفیق دیدے                                                                                                            پئے تاجدارِ حرم یااِلٰہی!

د ګناه پۀ نيکو کښې د بدليدو حکايت

د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ ورځ باندې به يو کَس د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کړے شي، حکم به وشي چې د دۀ صغيره ګناهونه دۀ ته پيش کړئ! نو ټول ګناهونه به دۀ ته پيش کړے شي، هغۀ به د هرې ګناه اقرار کوي او ويريږي به چې اوس خو لا د کبيره ګناهونو نمبر راروان دے، پۀ دې کښې به حُکم وشي: ستا د هرې ګناه پۀ ځائے يوه نيکي ده۔ بيا به هغۀ غږ وکړي: مولیٰ! اوس خو لا ډير غټ غټ ګناهونه دي د کومو چې ذِکر هم نۀ دے شوے (مطلب دا چې مخکښې خو به ويريږي چې پۀ ګناهونو به راګيريږم خو چې کله د الله پاک رحمت وويني چې ګناهونه پۀ نيکو کښې بدلوي نو غواړي به چې زما ټول ګناهونه پۀ نيکو کښې بدل شي، ځکه به وائي چې مولیٰ! اوس خو لا د غټو غټو ګناهونو ذِکر هُم نۀ دے شوے)۔ [2])

بخش دے میری ساری خطائیں                                                                                              کھول دے مجھ پر اپنی عطائیں

برسا دے رحمت کی برکھا                                                                                                                              یااللہ! مری جھولی بھر دے

سُبْحٰنَ اللہ! زمونږه د رَبِّ کريم د بے کچه رحمتونو هم څومره ښکلے شان دے۔ کاش چې د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې پۀ رښتونې توبه کولو کښې کامياب شو او د تير کال اعمال نامه چې راغونډه کړے شي نو پۀ هغې کښې يوه ګناه هم پاتې نۀ وي، د رښتونې


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:19، سورۂ فرقان، زیرِ آیت:70، جلد:7، صفحہ:61 مفصلاً  ۔

[2]... مسلم، کتابُ الایمان، صفحہ:93، حدیث:190 ۔