Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

پۀ خپلو بنده ګانو باندې خصوصي رحم او کرم فرمائي * پۀ لکونو ګنهګاران بخښلے کيږي * دا د دعاګانو د قبليدو * او د رزق د تقسيمولو شپه ده * پۀ دې شپه باندې پۀ رزق کښې د برکت د پاره چې کومه دُعا وکړے شي نو هغه قبليږي۔

د خيرونو د دروازو د کولاويدو شپه

زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک پۀ څلورو شپو کښې د خيرونو دروازې کولاوئ : (1): د غټ اختر پۀ شپه (2): د وړوکي اختر پۀ شپه (3): د شعبان پۀ پينځلسمه شپه چې پۀ دې کښې د وفات کيدونکو نومونه، د خلقو رزق او د حج کوونکو نومونه ليکلے کيږي۔ (4): عرفه (یعنې د 9 ذُو  الحج) شپه۔ ([1])

د بخښنې او د مغفرت شپه

پۀ شُعَبُ الاِيمان کښې حديثِ پاک دے، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د 15 شعبان په شپه (يعنې پۀ شبِ براءَت) يو غږ کوونکے اواز کوي: * شته څوک بخښنې غوښتلو والا چې د هغۀ مغفرت وکړے شي؟ * شته څوک غوښتلو والا چې هغۀ ته عطا کړے شي؟ بس د بدکارې زنانه او مشرک نه علاوه چې کوم بنده هم حاجت طلب کوي، د هغۀ حاجت پوره کولے شي۔ ([2])


 

 



[1]... تفسیر دُرِّ منثور، سورۂ دُخان، زیرِ آیت:1 تا 5، جلد:7، صفحہ:402۔

[2]... شُعَبُ الْاِیْمان، باب فِی الصِّیَام، جلد:3، صفحہ:383، حدیث:3836 ۔