Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې د کولو درې کارونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ شبِ براءَت کښي اعمال نامې بدليږي، ځکه د دې شپې د برکتونو حاصلولو، د مغفرت او د بخښنې د خيرات موندلو د پاره بهتر دي چې د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې دا درې کارونه لازمي وکړئ:

(1): تَوبه کړئ!

د 14 شَعبَانُ الـمُعَظَّم پۀ ماښام د نمر پريوتو پۀ وخت د تير کال اعمال نامه راغونډولے کيږي، ځکه بهتره ده چې د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې توبه وکړے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اَلتَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ کَمَنْ لَّاذَنْبَ لَہٗ د ګناه نه توبه کوونکے داسې دے لکه چې هغۀ ګناه هډو کړې نۀ وي۔ ([1])

ګناهونه پۀ نيکو کښې بدليږي

د توبې کولو ډيرې فائدې دي، پۀ دې کښې يوه بهترينه فائده دا ده چې الله پاک وغواړي نو د توبې پۀ برکت ګناهونه پۀ نيکو کښې بدل کړي۔ پۀ سُورَةُ الـفُرقَان، آيت: 70 کښې ارشاد دے:

اِلَّا مَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓئِکَ یُبَدِّلُ اللّٰہُ سَیِّاٰتِہِمْ  حَسَنٰتٍ ؕ وَ کَانَ  اللّٰہُ  غَفُوْرًا  رَّحِیْمًا (۷۰)

(پارہ :19 ، سورۀ فرقان:70)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو څوک چې توبه وکړي او ايمان راوړي او ښه کار وکړي نو د داسې خلقو بدۍ به الله پۀ نيکو بدلې کړي۔

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې کوم بنده رښتونې توبه کړي، پۀ الله او د هغۀ پۀ


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتابُ الزُّہد، جلد:4، صفحہ:491، حدیث:4250۔