Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
بے عدد اور بے عدد تسلیم بے شمار اور بے شمار درود([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
پۀ 25 سيپاره، سُورةُ الـدُّخان، آیت: 3 او 4 کښي الله پاک فرمائي:
اِنَّاۤاَنْزَلْنٰہُ فِیْ لَیْلَۃٍ مُّبٰرَکَۃٍ اِنَّا کُنَّا مُنْذِرِیْنَ (۳) فِیْہَا یُفْرَقُ کُلُّ اَمْرٍ حَکِیْمٍ ۙ(۴)
(پارہ :25 ، سورۀ دُخان :3۔-4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه دا مونږه د برکت والا شپه کښې نازل کړو، بے شکه مونږه ويره اوروونکي يُو۔ پۀ دې شپه کښې هر حکمت والا کار تقسيميږي۔
پۀ دې آيتونو مبارکو کښې د يوې مبارکې شپې ذِکر شوے دے او وئيلے شوي دي چې پۀ دغه شپه کښې د هر حِکمت والا کار تقسيمولے شي۔ پۀ دې ځائے کښې د دغه مبارکې شپې نه کومه شپه مُراد ده، پۀ دې باره کښې د مُفَسِّرِينِ کرامو دوه اقوال دي:
يو قول خو دا دے چې د دې نه مُراد شبِ قدر دے کوم چې هر کال پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې راځي، پۀ دې مبارکه شپه کښې قرآنِ کريم نازل شو او پۀ دې شپه د هر حکمت والا کار تقسيمولے شي۔ دويم قول دا دے چې د دې نه د شَعبان پينځلسمه شپه يعنې شبِ براءَت مُراد ده۔ ([2])
شبِ براءَت * ډيره د برکتونو والا * د عظمتونو والا شپه ده * پۀ دې شپه کښې الله پاک