Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
توبې پۀ برکت سره ټول ګناهونه وران شي بلکې څومره به ښه وي چې ګناهونه پۀ نيکو کښې بدل شي، بيا خو به مو مزې شي۔
ياد ساتئ چې دلته توبه ډيره آسانه ګنلے شي * بعضې خلق مخ له معمولي شان پړق ورکړي او وائي: توبه، توبه * بعضې پوزې او غوږونو له لاس وروړي * څوک خپله ژبه پۀ غاښونو کښې اونيسي او درې څلور ځل توبه توبه ووائي، دا توبه نۀ ده، د رښتونې توبې درې ارکان دي: (1): پۀ ګناه باندې دې د پاره پښيمانه کيدل چې دا د الله پاک نافرماني ده مثلاً چا د سُود کاروبار وکړو، بيا د سود پۀ لين دين باندې د پښيمانه کيدو ډيرې وجهې کيدے شي: * څوک د سود پۀ لين دين کښې نقصان وکړي، ځکه پښيمانه کيږي * د سود د لين دين پۀ وجه ترينه کور والا يا دوستان او خپلوان خفه دي، ځکه پښيمانه کيږي نو داسې پښيماني د توبې د پاره کافي نۀ ده بلکې د توبې د پاره ضروري ده چې سود د الله پاک نافرماني وګڼي او د الله پاک د عذاب نۀ ويريږي او پښيمانه شي۔ (2): دويم رُکن دا دے چې بنده هٰغه ګناه فوراً پريږدي، داسې نۀ وي چې ګناه هم کوي او توبې هم اوباسي، دا توبه نۀ بلکې مَعَاذَ الله! ټوقې دي۔ (3): د رښتونې توبې دريم رُکن دا دے چې بيا د پاره د هٰغې ګناه د نۀ کولو پخه اراده وکړي۔ چې دا درې واړه ارکان پوره شي نو دې ته به رښتونې توبه وئيلے کيږي۔
میں کر کے توبہ پلٹ کر گُناہ کرتا ہوں حقیقی توبہ کا کر دے شرف عطا یارَبّ!
(2): د نورو خلقو نه معافي وغواړئ
دويم ډير اهم کار دا دے چې د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې د بندګانو حقونه