Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
شان پۀ عظيمه شپه کښې هم د بخښنې نه محرومه پاتې کيږي، پۀ هغوئي کښې يو بُغض او کينې ساتلو والا هم دے۔
يقيناً چې پۀ مونږ کښې هر يو د مغفرت او د بخښنې طلب ګار او حاجت مند دے، ځکه د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې د دې ټولو ګناهونو نه د توبې سره سره دا هم ضروري دي چې مونږه خپل زړۀ صفا کړو، پۀ زړۀ کښې د چا بغض او کينه (يعنې پټه دښمني)، د چا پۀ باره کښې حَسَد، د چا د پاره څۀ خِيرے اونه ساتو۔
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّ لَا بَنُوْنَ (ۙ۸۸) اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰہَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ (ؕ۸۹)
(پارہ:19، سورۀ شُعَرَاء، آیت:88-۔89)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې نۀ مال پۀ کار راځي او نۀ زامن۔ مګر هٰغه چې څوک به د الله پۀ بارګاه کښې د سلامت زړۀ سره حاضريږي۔
معلومه شوه چې د قيامت پۀ ورځ باندې به نۀ مال پۀ کار راځي، نۀ به اولاد پۀ کار راځي، د قيامت پۀ ورځ باندې به قلبِ سليم پۀ کار راځي۔ قلبِ سليم څۀ دے؟ * هٰغه زړۀ کوم چې د کُفر او شرک نه پاک وي * پۀ کوم زړۀ کښې چې بده عقيده نۀ وي * هٰغه زړۀ کوم چې د باطني بيماريانو نه پاک وي * پۀ کوم کښې چې حَسَد نۀ وي * بُغض نۀ وي * کينه نۀ وي * د دُنيا محبت نۀ وي، داسې د پاک زړۀ والا به د قيامت پۀ ورځ باندې کامياب وي۔
حضرت عبد الله بن عمر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: د خوږ آقا، د نُور والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې عرض وکړے شو: اَیُّ النَّاسِ اَفْضَلُ؟ يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ خلقو