Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

لَقَدْ جَآءَکُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِکُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْہِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْکُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ (۱۲۸)  (پارہ:11، سورۀ تَوبَه:128)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه تاسو ته ستاسو نه هٰغه عظيم رسول تشريف راوړو چې پۀ هغوئي باندې ستاسو په مشقت کښې پريوتل ډير درانه [ګران] تيريږي، هغوئي ستاسو د ښيګړې ډير زيات غوښتونکے، پۀ مسلمانانو باندې ډير مهربانه، رحم کوونکے دے۔

مولیٰ علي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فارغ شو نو ما ترينه پۀ دې باره کښې پوښتنه وکړه نو اوئې فرمائيل: اے علي! څوک چې داسې عمل وکړي کوم چې تا وليدلو نو د هغۀ د پاره به د 20 مقبول حجونو او د 20 مقبول روژو ثواب ليکلے کيږي۔ ([1])

پۀ شبِ براءَت د 100 نفلونو کولو فضيلت

علامه احمد صاوِي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: څوک چې پۀ شبِ براءَت کښې 100 رکعته نفلونه وکړي، الله پاک به هغۀ ته 100 فرښتے راوليږي، 30 فرښتے به هغۀ ته د جنَّت زيري ورکوي، 30 فرښتے به هغۀ ته د دوزخ نه د ازادۍ زيري ورکوي، 30 فرښتے به هغۀ د دُنيا د افتونو نه بچ کوي او باقي 10 فرښتے به هغۀ د شيطان د مکر او فريب نه بچ کوي۔ ([2])

علَّامه ضياءُ الدِّين دِيرِيني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دې 100 نفلونو پۀ باره کښې فرمائي: د الله پاک نيکانو بندګانو به پۀ شبِ براءَت کښې 100 رکعته نـمونځ داسې ادا کولو چې پۀ هر رکعت کښې به يـې د سورۀ فاتحه نه پس 10 کرته سُورۀ اِخلاص (قُل ھُوَاللّٰہُ اَحَد) لوستلو۔ اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: ما ته 30 صحابۀ کرامو عَلَیْهِمُ الرِّضْوان حديث بيان کړلو چې چا دا نـمونځ وکړو، الله پاک د هغۀ طرف ته 70 کرته د کرم نظر فرمائي او د کرم د هر نظر پۀ بدله د هغۀ 70 حاجتونه پوره کوي، پۀ دې کښې يو حاجت دا دے چې هٰغه بنده


 

 



[1]... شعب الایمان، جلد:3، صفحہ:386، حدیث:3841۔

[2]... حاشیہ صاوی علی الجلالین، پارہ:25، سورۂ دخان، زیِر آیت:3، جلد:3، صفحہ:256۔