Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

زړۀ کښې څۀ خِيرے دے نو هغۀ ترينه بهر ګزار کړو، که د چا سره خفګان دے نو ختم يـې کړو، که د چا خپلوانو سره څۀ خفګان دے، د دُنيا پۀ څۀ مسئله باندې جګړه ده، پۀ خپل مينځ کښي فاصلې دي نو هغه ختمې کړو۔ د دواړو جهانو سردار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې پۀ باطله باندې وي او جګړه پريږدي، الله پاک به د هغۀ د پاره د جنَّت پۀ ګوټ کښې کور جوړ کړي او څوک چې پۀ حقه باندې باندې وي او بيا هم جګړه پريږدي، الله پاک به د هغۀ د پاره د جنَّت پۀ اوچته درجه کښې کور جوړ کړي۔ ([1])

اُمَّتِ محبوب کا یارَبّ بنا دے خیر خواہ                                                                    نفس کی خاطِر کسی سے دِل میں میرے ہو نہ  بَیْر

د شَبِّ براءَت يو څو نفلونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! راځئ چې پۀ اخره کښې پۀ شبِ براءَت کښې د ادا کيدونکو يو څو نفلونو پۀ باره کښې واورو:

د ماښام نه پس 6 نفلونه

د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ معمولاتو کښې دي چې د ماښام د نـمونځ د فرض او سُنَّتو نه پس 6 رکعته نفل 2، 2 رکعته ادا کړے شي۔ * د وړومبو 2 رکعتونو نه مخکښې دا نيت وکړئ۔ يا الله پاکه! د دې دوو رکعتونو پۀ برکت باندې ما ته د خير سره زيات عمر راعطا کړې * د دويم 2 رکعتونو نه مخکښې دا نيت وکړئ: يا الله پاکه! د دې دوو رکعتونو پۀ برکت باندې د بلاګانو نه زما حفاظت وکړې * د دريم 2 رکعتونو د پاره دا نيت وکړئ: يا الله پاکه! د دې دوو رکعتونو پۀ برکت باندې ما د ځان نه علاوه د چا مۀ محتاجه کوې۔

پۀ دې شپږو رکعتونو کښې د سُورَةُ الـفَاتِحَه نه پس سُورَةُ الاِخلَاص ولولئ۔ د هرو دوو رکعتونو


 

 



[1]... ترمذی، کتابُ البر و الصِّلۃ، جلد:3، صفحہ:400، حدیث:2000۔