Book Name:Shab e Barat Ke Fazail
راغلو، پۀ دريمه ورځ هم داسې وشول۔ حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: بيا زۀ د هٰغه اَنصاري صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ کور ته لاړم او درخواست مې وکړو چې زۀ ستاسو ميلمه کيدل غواړم۔ نو زۀ درې شپې د هغوئي سره ووم، پۀ دغه وخت کښې ما هغوئي د شپې پۀ قيام (يعنې د نفلونو پۀ کثرت) کولو اونه ليدلو، آؤ! دومره ضرور وه چې کله به هغوئي پۀ خپله بستره باندې اړخ بدلولو نو ذِکرُ الله به يـې کولو۔ يو ښه عادت د هغوئي دا هم وو چې هغوئي به ښې خبرې کولې يا به خاموشه پاتې کيدلو۔ چې کله درې شپې تيرې شوې نو ما هغوئي ته اصلي خبره وکړه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ورځې پرله پسې د جنَّت زيرے عطا کړو او درې واړه ورځې د دې زيري حقدار هم تاسو شوئ۔ ما غوښتل چې ستاسو سره پاتې شم او ستاسو عمل ووينم، خو ما خو ستاسو څۀ زيات عمل اونه ليدلو۔ هٰغه صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ وفرمائيل: زما عمل خو هم دغه دے کوم چي تاسو ليدلے دے، البته يو عمل بَل دے هغه دا چې زۀ پۀ خپل زړۀ کښې د کوم مسلمان د پاره کينه نۀ لرم او نۀ کوم مسلمان ته پۀ ميلاؤيدونکي نعمت باندې حَسَد کووم۔ حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِیَ اللهُ عَنْہُ وفرمائيل: آؤ! هم دا هٰغه صفت دے کوم چې تاسو دې مقام ته رارسولي يئ۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وليدل چې زړۀ صفا ساتل، زړۀ کښې د چا بغض او کينه نۀ ساتل، د چا حسد نۀ ساتل، د چا پۀ باره کښې پۀ زړۀ کښې خِيرے نۀ ساتل جنَّت ته بوتلونکے عمل دے او بَل طرف ته غور وکړئ چې پۀ زړۀ کښې بغض لرونکے، د حسد مار پۀ زړۀ کښې ساتونکے څومره بدبخته دے چې پۀ شبِ براءَت کښې هم د بخښنې او مغفرت نه محرومه پاتې کيږي، ځکه مونږ له پکار دي چي د شبِ براءَت راتلو نه مخکښې مخکښې خپل زړۀ صفا کړو، که د چا پۀ باره کښې پۀ