Shab e Barat Ke Fazail

Book Name:Shab e Barat Ke Fazail

پۀ هغې کښې 30 فرښتے هغۀ ته د جنَّت زيري ورکوي، 30 فرښتے هغۀ ته د دوزخ نه د ازادۍ زيري ورکوي، 30 فرښتے هغۀ د دُنيا د افتونو نه بچ کوي او 10 فرښتے د هغۀ د شيطان نه حفاظت کوي۔ ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د سعادت خبره ده، کوم بنده چې پۀ شبِ براءَت کښې 100 رکعته نفل وکړي، هغۀ له (1): فرښتے د جنَّت زيري ورکوي (2): فرښتے ورته د دوزخ نه د نجات زيري ورکوي (3): فرښتے هغۀ د دُنيا د افتونو او د شيطان نه بچ کوي۔ آه! دلته خلق د دوزخ د وور نه د ازادۍ پۀ دې شپه باندې آتش بازي کوي، پټاخي خلاصوي او نور هم ډير د ګناهونو نه ډک کارونه کولے شي، شبِ براءَت پۀ خصوصيت سره د عبادت شپه ده، ځکه پۀ دې برکتي شپه باندې د ګناهونو نه بچ کيدل او هُم پۀ عبادت کښې مصروفه کيدل سعادت دے۔

(3): اِمامِ رازي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دې شپې دريم خاصيت دا ارشاد کړو: نُزولُ الرَّحمَة (يعنې پۀ دې شپه باندې د الله پاک ډير رحمتونه راوريږي) (4): پۀ دې شپه باندې مسلمان اُمَّت بخښلے کيږي او هغوئي ته د دوزخ نه ازادي عطا کولے شي۔ (5): او د شبِ براءَت پينځم خاصيت دا دے چې پۀ دې شپه کښې زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت منصب مکمل شو، د روايتونو مطابق: زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شَعبَانُ الـمُعَظَّم پۀ ديارلسمه شپه د الله پاک پۀ بارګاه کښې سوال وکړو نو د هغوئي پۀ دريو کښې يوه حصه اُمَّت هغوئي ته وسپارلے شو، بيا نبي کريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شَعبَانُ الـمُعَظَّم پۀ څوارلسمه شپه سوال وکړو نو د هغوئي پۀ دريو کښې دوه حصې اُمَّت هغوئي ته حواله کړے شو، بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د


 

 



[1]... تفسیر کبیر ، پارہ :25، سورۂ دخان ، زیر آیت :3، جلد:9، صفحہ:653۔