Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
نيک بزرګ ګڼلو، هغۀ پۀ اصل کښې د ډاکوانو سردار فُضيل دے۔ خير! دا کَس پۀ ويره ويره ورنزدې شو، د خپلو پيسو پۀ باره کښې يـې پوښتنه وکړه، حضرت فُضيل وفرمائيل: چې پۀ کوم ځائے کښې دې کيښودې وې، د هٰغه ځائے نه يـې راواخله! بيا هغۀ خپلو ملګرو ته ووئيل: دې کَس پۀ ما باندې اعتماد وکړو او زۀ پۀ الله باندې اعتماد لرم۔
يو ځل د هغوئي ملګرو قافله لوټ کړه او پۀ خپل مينځ کښې يـې مال تقسيمولو، پۀ قافله کښې يو کَس پوښتنه وکړه: ستاسو څوک سردار نشته؟ ډاکوانو ووئيل: زمونږه سردار شته، هغۀ اوس د درياب پۀ غاړه نـمونځ کوي۔ پوښتنه کوونکي پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: دا خو د نـمونځ وخت نۀ دے؟ ډاکوانو ووئيل: زمونږه سردار نفلونه کوي۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! دا د نـمونځ سره د دومره مينې او محبت برکت وو چې پۀ حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د هدايت دروازې برسيره شوې او هغوئي د وِلايت اوچت مقام ته اورسيدو۔ بهر حال! د تقویٰ دارو دويم صفت دےچي: هغوئي نـمونځ قائموي، نـمونځ د ظاهري او باطني حقونو سره پۀ پابندۍ سره ادا کوي، ځکه که چرې مونږه د خپل زړۀ زمکه زرخيزه جوړوؤ او د قرآني هداياتو نه نفع اخستل غواړو نو مونږ له پکار دي چې نـمونځ قائم کړو يعنې د نـمونځ د ظاهري او باطني حقونو خيال وساتو او پۀ پابندۍ سره يـې ادا کړو۔
الله پاک دې مونږه ټول د ظاهري او باطني آدابو سره پۀ پابندۍ سره نـمونځ ادا کوونکي جوړ کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
ہر عبادت سے بَرتَر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فَرحت نَماز ہے مریضوں کو پیغامِ صِحَّت نَماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ رب سے دلوائے گی تم کو جنَّت نَماز
پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نَماز