Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

رسوي * نـمونځ سراسر عاجزي ده او عاجزي انسان ته اوچت والے ورکوي * نـمونځ انسان فرض شناسه جوړوي * د نـمونځ وختونه مقرر دي * د سحر، ماسپين، مازديګر، ماښام، ماسخوتن د ټولو نـمونځونو خاص وختونه دي، د وخت د پابندۍ سره د جَمعې سره د نـمونځ عادت جوړولو سره انسان د وخت پابند کيږي * نـمونځ يوه مُراقبه ده، نـمونځ ګزاره پۀ نـمونځ کښې ټول کار روزګار، فکرونه پريږي او د خپل رَبِّ کريم بارګاه ته حاضريږي، خپله ټوله توجه د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين د رحمت او عنايت طرف ته د لګولو کوشش کوي، د دې پۀ برکت د ډير سوچ کولو نه نجات حاصليږي، د فضول سوچونو نه نجات حاصليږي او د انسان سوچ پاک صفا کيږي * او د نـمونځ يو ډير اهم خاصيت دا دے چې نـمونځ يوه حفاظتي قلعه ده۔ تاسو ته به معلومه وي چې دوائي پۀ دوه قِسمه وي، يوه خو عامه دوائي وي کومه چې د بيمار دننه بيماري ختموي او يو ويکسين وي، دا بيماري هم ختموي او د دې سره سره بيا د پاره بيماري رانزدې کيدو ته هم نۀ پريږي، نـمونځ هم داسې دے، نـمونځ زمونږه باطني بيمارۍ هم ختموي او د دې سره سره بيا د پاره ګناهونه او بيمارۍ مونږ ته رانزدې کيدو ته هم نۀ پريږدي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِؕ- (پارہ :21 ، سورۀ عنکبعوت:45 )

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه نـمونځ د بے حيايۍ او بدې خبرې نه منع کول کوي۔

 دا د نـمونځ اهم ترين خاصيت دے۔ د نـمونځ 6 شرائط، 7 فرائض، 30 واجبات او تقریباً 96 سُنَّت دي، د دې نه علاوه نور ډير باطني آداب هم دي، که مونږه د دې ټولو خبرو خيال وساتو او پۀ ښه طريقه باندې نـمونځ وکړو نو نـمونځ زمونږه کردار هم ښه کوي او د دې سره سره مونږه بيا د پاره د منفي خبرو، منفي سوچونو او منفي عادتونو نه هم بچ کوي۔

نـمونځ به يـې د غلا نه بچ کړي

يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!