Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
د قرآنِ پاک د هدايت قبلوونکو يعنې د تقویٰ دارو دويم صفت پۀ بيانولو الله پاک فرمائي:
وَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوة (پارہ :1 ، سورۀ بقرہ :3)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نـمونځ قائموي۔
باقاعدہ د عمل ميدان ته وَتل۔ دا هم د هدايت د قبلولو د پاره ډير ضروري دي۔ مثال په طور يو کَس د دوو لارو پۀ سَر کښې ولاړ دے، تاسو هغۀ ته ډير ووايۍ، ډير يـې پوهه کړئ چې نيغه لاره دا يوه ده، پۀ دې باندې لاړ شه نو منزل ته به وَرسې، که هغۀ قدم هم نۀ اوچتوي، پۀ دغه لاره باندې د تللو زخمت هم نۀ کوي نو يقيناً چې هغۀ به منزل ته اونه رسي۔ ځکه به مونږه باقاعده د عمل ميدان ته ووځو، څۀ چې مونږه بے ليدلو منلي دي، پۀ هغې باندې به عمل کوو نو هله به خپل منزل ته رسيږو۔
باقاعده عملي طور د عمل ميدان ته د وتلو د پاره اِسلام مونږ ته ډير څۀ ښودلي دي، مثلاً حج يو پريکټيکل دے، روژه يو پريکټيکل دے، داسې نور هم ډير عبادتونه دي۔ پۀ دې ټولو عبادتونو کښې اهم ترين عبادت نـمونځ دے۔ وګورئ چې حج پۀ شرائطو پوره کيدو باندې پۀ ټول ژوند کښې يو ځل فرض دے، روژې پۀ کال کښې يوه مياشت فرض وي خو نـمونځ روزانه ادا کول وي، يو ځل نۀ بلکې پۀ ورځ کښې پينځۀ ځله کول وي، پۀ جومات کښې ادا کول وي، د جَمعې سره ادا کول وي۔ لهذا چې کوم بنده د نـمونځ پابندي حاصله کړي نو د هغۀ د نورو عباتونو پابندي هم نصيب کيدے شي۔
* نـمونځ ذهن بدلوونکے (Mind Changer) هم دے * ژوند بدلوونکے (Life changer) هم دے * نـمونځ د سر نه واخله تر ښپو پورې، پۀ زړۀ، دماغو او پۀ سوچ باندې ښه اثرات غورځوي۔ * نـمونځ سراسر اَدَب دے او اَدَب انسان کاميابو ته