Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

فلانکے کَس نـمونځ هم کوي او غلا هم کوي۔ اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دا پريږده! د دۀ نـمونځ به دا د غلا نه منع کړي۔ ([1])

ډاکو توبه کړه۔۔۔!!

حضرت فُضيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وليُّ الله دے، د توبې نه مخکښې هغوئي ډير غټ ډاکو وو، بيا هغوئ توبه کړه او د ولايت اوچت مقام ته اورسيدو۔ هغوئي ته د توبې توفيق ولې ميلاؤ شو؟ د دې ظاهري سبب څۀ وو؟ پۀ دې باره کښې علمائے کرام فرمائي: حضرت فُضيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پينځه وخته نـمونځونو ډير پابند وو، د حيرانتيا خبرې ته وګورئ! دلته پۀ لوئي لوئي دفترونو کښې داسې نۀ کيږي خو حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د ډاکې د پاره د ډاکوانو کومه ډَله جوړه کړې وه، پۀ هغې باندې يـې هم نـمونځ کول لازمي کړي وو، چا چې به نـمونځ نۀ کولو نو هغۀ به يـې د خپلې ډَلې نه ويستلو۔

يو ځل يوه قافله چرته روانه وه، پۀ لاره کښې هغوئي ته پته ولګيده چې پۀ دې لاره کښې خو فُضيل ډاکو دے کوم چې قافله لوټ کوي۔ پۀ دې قافله کښې د يو کَس سره ډيري زياتي پيسي وي ، هغۀ سوچ وکړو چې زۀ پۀ څۀ طريقه خپل مال  پټ کړم ، هم دارنګه د دې سوچ سره هغۀ د صحرا طرف ته لاړو او د خپل مال ښخولو د پاره يـې مناسب ځائے لټول شروع کړو۔ پۀ دغه وخت کښې هغۀ يو بزرګ وليدو، کوم چې پۀ صحرا کښې مُصله غوړولې وه او تسبيح يـې لوستله، پۀ دې سړي کښې ساه راغله، زړه يـې مطمئين شو چې ما ته يو نيک انسان ميلاؤ شو، هغۀ زر د هغۀ خوا له ورغلو او خپل مال يـې د امانت پۀ طور د هٰغه بزرګ سره کيښودو، چې کله واپس راغلو نو اوئې ليدل چې پۀ قافله باندې ډاکوانو حمله کړې ده، ټوله قافله يـې لوټ کړې ده۔ بيا دا د خپلو پيسو واپس اخستو د پاره د بزرګ خوا له لاړو نو اوئې ليدل چې هم هٰغه بزرګ د ډاکوانو سره ناست دے او مال تقسيموي۔ هغۀ ډير افسوس وکړو، بيا هغۀ ته پته ولګيده چې کوم هغۀ


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:4، صفحہ:658، حدیث:10030۔