Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته د ښيرو کولو ناپاک  جراءت وکړو۔ د دې ګستاخۍ هغۀ ته دا سزا ميلاؤ شوه چې هغه کافِر شو او ډير د ذِلت پۀ مرګ مړ شو۔

د مال د محبت يو بنيادي عِلاج

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا دے د حرص او د هوس او د مال د محبت افت۔۔۔!! دا هٰغه بيماري ده چې انسان د هدايت د لارې نه هم منع کوي او ښه ټيک ټاک د هدايت پۀ لاره باندې تلونکے هم ګمراه کوي۔ اِسلام د دې باطني بيمارۍ يو ډير ډير اهم او صحيح عِلاج ښودلے دے۔ هغه څۀ دے؟ الله پاک فرمائي:

َ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَۙ(۳)  (پارہ :1 ، سورۀ بقرہ :3)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زمونږ له طرفه ورکړي شوي رزق (مال) نه څۀ (زمونږ پۀ لار كښې) خرچ كوي۔

د الله پاک پۀ لاره کښې مال خرچ کول د زړۀ نه د مال د محبت د ويستو زبردست عِلاج دے، وګورئ چې مونږه پۀ بازار کښې څيزونه اخلو، که د زرګونو او د لکونو روپو بِل هم جوړ شي نو زړۀ نۀ خورو، ولې؟ ځکه چې پيسي  ځي خو پۀ بدله کښې څۀ راځي هُم خو د الله پاک پۀ لاره کښې د يو څو زرو روپو پۀ ورکولو زړۀ خورو، ولې؟ ځکه چې پۀ ظاهره د دې پۀ بدله کښې څۀ مال نۀ ميلاؤيږي * د الله پاک پۀ لاره کښې د خرچ کولو د پاره د اخرت د فِکر ضرورت وي * د الله پاک د رضا او * د اخرت د اجر محبت چې کله د مال پۀ محبت باندې غالب شي نو انسان د الله پاک پۀ لاره کښې مال ورکوي * د الله پاک پۀ لاره کښې پۀ مال لګولو کښې توکل دے * پۀ الله پاک باندې باور او يقين دے * پۀ دې کښې د اخرت فِکر دے * د الله پاک د رضا موندلو شوق دے * د الله پاک محبت دے۔ ځکه چې مونږه کله بيا بيا د نفس خواهشات غلي کوو او پۀ الله پاک باندې باور، يقين، د هغۀ د رضا شوق او د الله پاک د محبت عملي اظهار کوو نو پۀ ورو ورو د مال محبت د زړۀ نه ووځي نو زړۀ صفا کيږي، د زړۀ زمکه زرخيزه کيږي، بيا چې کله انسان قرآني