Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

مسلمه وو، هغۀ ووئيل: بَلْ اَنتَ تَعِسْتَ بلکې تۀ هلاک شوې۔ پۀ الله پاک مې دې قَسم وي چې مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) خو د الله پاک هٰغه نبي دے، د کوم چې مونږه د صدو نه انتظار کوو۔ پۀ دې اوريدلو کُوز بن علقمه ووئيل: که داسې ده نو بيا مونږه د هغۀ کلمه ولې نۀ وايو او ولې نۀ مسلمانيږو؟ پۀ دې پوښتنه باندې ابو حارثه د اِسلام نۀ قبلولو وجه بيان کړه او اوئې وئيل: د رُوم بادشاهان مونږ له انعامونه راکوي، د سرو زرو سپينو زرو ډيري زمونږ پۀ ښپو کښې جوړوي ، مونږ له اعلیٰ عهدې راکوي، دا د روم بادشاهان مُحَمَّد           صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نبي منلو ته تيار نۀ دي، که مونږه کلمه ووئيله نو زمونږه دا ټول اعزازونه، ټول مال او دولت به زمونږ نه واپس واخستے شي۔ ځکه مونږ د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيروي نشو اختيارولے۔ ([1])

 الله! الله! دا دے د حِرص او د هوس نقصان۔۔۔!! معلومه شوه چې حرص، هوس، د مال او د دولت او منصب محبت بعضې وخت انسان د هدايت د قبلولو نه محرومه کوي۔

د مال د محبت يو بل غټ افت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حرص او هوس او د مال محبت داسې خطرناکې باطني بيمارۍ دي چې د دې پۀ وجه ښه ټيک ټاک د هدايت پۀ لاره باندې روان انسان هم بے لارې شي۔ د بَلعَم بن باعُورا مثال واخلئ! دا د خپل وخت دير لوئي عالِم وو، نيک، پرهيزګاره وو، مستجابُ الدَّعوات هم وو يعنې د دۀ دعاګانې به قبليدلې، الله پاک دۀ ته ډير اوچت مقام عطا کړے وو خو افسوس چې د مال محبت دا تباه او برباد کړو۔ عمالقه قوم دۀ ته ووئيل چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته ښيرې وکړه! بَلعَم بن باعُورا انکار وکړو۔ هغوئي ورته بيا بيا ووئيل، اخر عمالقه قوم دۀ ته ډير مال وړاندې کړو۔ د بَلعَم بن باعُوراء پۀ زړۀ کښې حِرص راغلو، دۀ لالچ وکړو او د مال پۀ محبت کښې يـې د الله پاک نبي


 

 



[1]... دلائل النبوۃ للبیہقی ، باب وفد نجران …الخ، جلد:5 ، صفحہ:383۔