Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
نه به پوښتنه کولے شي، زما سره به د يو يو عمل حساب کولے شي، بيا انسان هر يو کار پۀ احتياط سره کوي، که دا ويره پۀ زړۀ کښې نۀ وي نو بيا انسان بے مُهاره شي۔
ځکه د هدايت د قبلولو او پۀ هدايت باندې پۀ اِستقامت سره د تللو د پاره پۀ اخرت باندې يقين او د حساب ويره لازمي او ضروري ده۔
د يهوديانو د بے لارې کيدلو يو سبب
يهوديان د هدايت نه بے لارې شو، هغوئي د قرآنِ پاک آيتونه واوريدل، معجزې يـې وليدلې، دا ورته هم معلومه وه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي دے بلکې هغوئي نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلو زامنو نه هم ډير ښه پيژندلو، پۀ روايتونو کښې تر دې پورې بيان دے چې کله زمونږ د آقا، امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والدِ محترم حضرت عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مکه مکرمه کښې ولادت وشو نو هٰغه وخت پۀ شام ملک کښې ناستو يهوديانو ته د اسماني کتابونو پۀ مدد سره دا معلومه شوې وه چې نن د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والدِ محترم پيدا شو۔ ([1]) د دومره پيژندګلو لرلو باوجود هغوئي کلمه اونه وئيله، د قرآنِ پاک هدايت يـې قبول نۀ کړو، د دې سبب څۀ وو؟ الله پاک فرمائي:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ۪- (پارہ :3 ، سورۀ آل عمران:24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا جُرأت هغوئي ځکه کوي چي هغوئي وائي: مونږ ته به هيڅ کله وور نۀ رسيږي خو د شمير يو څو ورځې۔
هغوئي خپل ذهن دا جوړ کړے وو چې جنَّت زمونږ دے * چې مونږه هر څۀ وکړو * ګناه وکړو * نافرمانۍ وکړو * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ګستاخيانې وکړو * د الله پاک د احکامو نه انکار وکړو * د الله پاک پۀ کتاب کښې د خپلې خوښې رد و بدل وکړو،