Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

اوري نو پۀ هغوئي کښې د ايمان او د يقين ګلونه سپړدلے کيږي، د نيکۍ، روحانيت، د توبې او د الله پاک د محبت ميوې نيسي او د چا د زړۀ زمکه چې زرخيزه نۀ وي بلکې د ګند ډيران وي، هغوئي چې کله د قرآنِ پاک آيتونه اوري نو د هغوئي نه بدبو راخيژي۔

غرض دا چې قرآنِ کريم خو د هدايت کتاب دے، د ټولو انسانانو د پاره هدايت دے خو د دې هدايت قبلولو د پاره د زړۀ د زمکې زرخيزه کيدل هم ضروري دي۔ هٰغه کوم خوش قِسمته دي د کومو زړونه چې زرخيز دي؟ څوک دي کوم چې د قرآنِ پاک هدايت قبلوي او کاميابي بيامومي؟ يا داسې ووايئ چې مونږه د دې هدايت د کتاب نه د هدايت اخستو د پاره خپل زړۀ څنګه زرخيز جوړولے شو؟ پۀ دې باره کښې د سُورَۀ بَقَرَه پۀ 4 آيتونو (آیت: 2، 3، 4 او 5 ) کښې د هدايت قبلوونکو 4 اوصاف او د هغې فضائل بيان شوي دي۔

راځئ چې د دې پاکو اوصافو بيان واورو او د دې جذبې او نيت سره يـې واورو چې مونږه به هم دا 4 اوصاف اختياروو چې زمونږه د زړۀ زمکه هُم زرخيزه شي، زمونږه هم پۀ صحيح معنو کښې هدايت نصيب شي او مونږه هم پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې کامياب شو۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

تقویٰ دار هدايت قبلوي

هُدًى لِّلْمُتَّقِیْنَۙ(۲)  (پارہ :1 ، سورۀ بقرہ :2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ دې كښې د ويريدونکو [پرهيزګارو] د پاره هدايت  دے۔

د دې آيت نه مخکښې د قرآنِ کريم يو صِفت بيان شو چې قرآنِ کريم لَارَيب کتاب دے، پۀ دې کښې د هيڅ قِسمه شک او شبهې ګنجائش نشته۔ دا د قرآنِ کريم دويم صِفت دے چې قرآنِ کريم د هدايت کتاب دے او دا هدايت څوک قبلوي؟ څوک د دې هدايت نه فائده حاصلوي؟ اوئې فرمائيل: لِلمُتَّقِينَ يعنې دا تقویٰ دار دي، دا هٰغه خوش قِسمته