Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

دي، د کومو د زړۀ زمکه چې زرخيزه ده، چې کله پۀ دوئي باندې د قرآنِ کريم د هدايت والا باران وريږي، چې کله دوئي د قرآنِ پاک آيتونه اوري نو د اِيمان او د يقين ګلونه راټوکيږي، د نيکۍ او ښيګړې ميوې نيسي۔

 دا تقویٰ دار څوک دي؟ الله پاک پۀ دې ځائے کښې د هغوئي 4 اوصاف بيان کړل:

(1): د تقویٰ دارو وړومبے صفت

 الله پاک فرمائي:

الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ  (پارہ :1 ، سورۀ بقرہ :3)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق چې بے ليدلو ايمان راوړي۔

دا د تقویٰ دارو وړومبے صِفت دے: بے ليدلو ايمان راوړل۔ داسې وګڼۍ چې د هدايت قبلولو د پاره دا يو بنيادي شرط دے، کوم بنده چې بے ليدلو منل نۀ کوي، اعتراضونه کوي، عقل جنګوي، هغۀ چرې هم هدايت نۀشي حاصلولے۔

د هدايت د قبلولو يو بنيادي شرط

پۀ دې باندې د يو مثال پۀ ذريعه ځان پوهه کړئ چې زۀ يو ښار ته لاړم، ما مخکښې هٰغه ښار نۀ دے ليدلے، هٰغه کوڅې، هٰغه محلې، هر څۀ زما د پاره نا اشنا دي۔ بيا هلته ما د چا نه د پتې پوښتنه وکړه چې وروره! زۀ فلانکي ځائے ته تلل غواړم، لاره راته وښايه! هغه کَس ما ته لاره راوښائي نو زۀ به د هغۀ خبره بے ليدلو منم ، ما هٰغه کوڅې نۀ دي ليدلي، هٰغه لارې، هٰغه محلې ما نۀ دي ليدلي خو زۀ به پۀ هغۀ باندې يقين کووم ، که زۀ پۀ هغۀ باندې يقين نۀ کووم او اُلټا هغۀ ته خبرې شروع کړم چې تا راته صحيح لاره اونه ښودله، څۀ دليل دے چې څۀ تۀ راښائې هغه صحيح دي؟ نو پۀ دې جګړه به زۀ خپل منزل ته اونه رسيږم، که زۀ خپل منزل ته رسيدل غواړم نو زۀ به يې  بے ليدلو مَنم ۔