Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

که هر څۀ هم وکړو مونږ به  دوزخ ته بس صرف د يو څو ورځو د پاره ځُو، بيا جنَّت زمونږ د پاره پوخ دے، د هغوئي دا بے ويرې کيدل هغوئي غرق کړل او هغوئي بے مهاره شول او د هدايت نه محرومه پاتې شول۔

معلومه شوه چې د هدايت قبلولو د پاره دا هم ضروري دي چې د انسان پۀ زړۀ کښې د حساب ويره وي۔ د دې نه بغير هدايت موندل ګران دي۔

د بيان خُلاصه

د کلام خلاصه دا ده چې قرآن د ټولې دُنيا د پاره هدايت دے خو د دې هدايت هر څوک نۀ قبلوي، قرآن لکه چې باران دے، چې د چا د زړۀ زمکه زرخيزه وي، هغۀ قرآن واوري يا يـې ولولي نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې د ايمان او د يقين ګلونه راټوکيږي، د نيکۍ او د تقویٰ ميوه نيسي خو چې د چا د زړۀ زمکه زرخيزه نۀ وي بلکې د ګند ډيران وي، هغۀ چې کله هم د قرآنِ پاک آيتونه واوري نو بدبوئي ترينه پيدا کيږي، د هغۀ سرکشي زياتيږي۔ ځکه که مونږه د قرآنِ کريم نه هدايت اخلو او پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې کاميابي غواړو نو پۀ مونږ باندې لازم دي چې مونږه د خپل زړۀ زمکه زرخيزه کړو۔ دې د پاره به مونږ ته څلور خبرې اختيارول وي: (1): اِیمَان بالغیب (یعنې بے ليدلو منل، پۀ الله پاک او پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د کامِل اعتماد عادت جوړ کړئ) (2): نـمونځ قائم کړئ (یعنې د نـمونځ د ظاهري او باطني آدابو خيال ساتلو سره پۀ پابندۍ سره ادا کوئ) (3): د حرص او هوس او د مال محبت د زړۀ نه اوباسئ او د الله پاک پۀ لاره کښې يـې د زړۀ د اخلاصه خرچ کوئ (4): پۀ اخرت باندې کامِل يقين لرئ او پۀ زړۀ کښې د الله پاک پۀ بارګاه کښې د پيش کيدو ويره زياته کړئ۔

  د تقویٰ دارو يو فضيلت

د کوم خوش قِسمته چې دا څلور اوصاف نصيب شي نو بيا د هغۀ مقام او مرتبه،