Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو عملونو زياتولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کيشن کښې د اسلامي وروڼو، اسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيله، بيله رِساله موجوده ده * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت هم مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوترا، ښکلے کيږي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: رُوح د کور څيزونه نۀ استعمالوي۔
وضاحت: پۀ عوامو کښې مشهوره ده چې پۀ کومه بستره يا پالنګ باندې څوک وفات شي هٰغه بستره يا پالنګ د مړي د اوچتيدو نه پس تر دريو ورځو پورې ودرول پکار دي، ګنې نو رُوح راځي او پۀ دې کښې سملي۔ د دې هيڅ اصل نشته، پۀ اصل کښې د دِيني معلوماتو د کمي پۀ وجه داسې بے ثبوته خبرې پۀ خلقو کښې خورې شي ، ځکه د داسې خبرو طرف ته هيڅکله هم پام نۀ دي کول پکار۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد