Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
دغه شان نا بينا کَس څوک چې څۀ نه ويني، هغۀ به پۀ سړک باندي د اووختو د پاره د چا لاس نيسي ، پۀ هغۀ باندې اعتماد کوي، که هغۀ د چا لاس نۀ نيسي نو هغۀ د پيښې سره مخ کيدے شي او که هغۀ د چا بينا لاس اونيسي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ حفاظت سره به پۀ سړک واوړي۔
دغه شان * مونږ ته سبا معلوم نۀ دے * مونږه قبر ته خلق پۀ کوزيدو ليدلي دي خو قبر ته د کوزيدو نه پس د هغوئي سره څۀ کيږي؟ مونږه ته نۀ ده معلومه * قيامت، حشر، پلِ صراط، جنَّت، دوزخ دا هر څۀ مونږه نۀ دي ليدلي * بلکې زمونږه راتلونکے سبا به څنګه وي؟ مونږه لکه چې پۀ دې معامله کښې هم نابينا يو، مونږ ته معلومه نۀ ده چې سبا به څۀ کيږي۔ ځکه مونږ ته به د چا بينا سترګو والا لاس نيول غواړي، مونږ ته معلومه نۀ ده، چا ته چې معلومه ده مونږ به د هغوئي خبره بے ليدلو مَنو، چې اوئې منو نو هله به کاميابيږو، که نۀ يـې منو نو ناکامه به پاتې شو۔ ځکه د هدايت قبلولو د پاره بنيادي شرط دے چې هدايت هم هغۀ قبلولے شي څوک يـې چې بے ليدلو مني، څوک يـې چې بے ليدلو نۀ مني، اعتراضونه کوي، عقل جنګوي، هغۀ هدايت نشي قبلولے۔ چا شاعر وئيلي دي:
تجھے کیا بتاؤں کہ معجزہ کیا ہے تُو تو آگے سے بولتا ہے مِیَاں
وضاحت: يعنې څوک چې پۀ بے ادبۍ جواب ورکوي، د سپوږمۍ پۀ دوه ټوټې کيدلو هم وائي چې دا جادو دے، کاڼي پۀ کلمه وئيلو واوري، بيا يـې هم اونه مني، داسې کَس ته پۀ معجزو ليدلو هم فائده نۀ حاصليږي۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان د بے ليدلو د منلو عادت جوړ کړو، څوک چې بے ليدلو منل کوي نو هغۀ هدايت بيامومي، کاميابي د هغۀ نصيب کيږي۔ وګورئ چې د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بے ليدلو اومنل نو څومره اوچتې مرتبے