Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
الله پاک اِرشاد فرمائي:
هُدًى لِّلْمُتَّقِیْنَۙ(۲) الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ وَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَۙ(۳) وَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَ مَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَۚ-وَ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَؕ(۴) اُولٰٓىٕكَ عَلٰى هُدًى مِّنْ رَّبِّهِمْۗ-وَ اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ(۵) (پارہ :1 ، سورۀ بقرہ :2-5)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ دې كښې د ويريدونکو [پرهيزګارو] د پاره هدايت دے۔ هٰغه خلق چې بے ليدلو ايمان راوړي او نـمونځ قائموي او زمونږ له طرفه ورکړي شوي رزق (مال) نه څۀ (زمونږ پۀ لار كښې) خرچ كوي۔ او هغوئي،چې ايمان راوړي پۀ ھغې، څۀ چې پۀ تا نازل شوي دي او پۀ ھغې څۀ چې تا نه مخكښې نازل شوي دي۔ او پۀ اخرت باندې يقين لري۔ هُم دا خلق د خپل رَب له طرفه پۀ ھدايت دي او هُم دوئي کاميابي حاصلوونکي دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د سُورَۀ بَقَرَه د څلورو آيتونو مبارکو د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې برکتي آيتونو مبارکو کښې بنيادي طور د د هدايت د قبلولو اهليت بيان شوے دے۔
ياد ساتئ چې دلته دوه خبرې دي: (1): يو دي د قرآن هدايت کيدل (2): او بَل دي د دې هدايت قبلول۔ پۀ دې دواړو کښې ډير فرق دے۔ پۀ دې باندې د يو مثال پۀ ذريعه باندې ځان پوهه کړئ چې مدينے منورې ته تلونکي جازونه روزانه پرواز کوي خو پۀ دې کښې پۀ ناستو خلقو کښې څوک څوک مدينے منورې ته رَسي۔ پۀ جاز کښې مدينے