Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

عزت او فضيلت څۀ دے؟ الله پاک فرمائي:

اُولٰٓىٕكَ عَلٰى هُدًى مِّنْ رَّبِّهِمْۗ-وَ اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ(۵)  (پارہ :1 ، سورۀ بقرہ:5)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هُم دا خلق د خپل رَب له طرفه پۀ ھدايت دي او هُم دوئي کاميابي حاصلوونکي دي۔

يعنې تر قيامته پورې هٰغه خلق د کومو چې دا صفتونه دي، هغوئي پۀ هدايت باندې غالب دي، هدايت د هغوئي پۀ ولقه کښې راغلے دے، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغه د دوئي د لاس نه نشي وتلے، نفس او شيطان، د دُنيا فکرونه او نور راحتونه او مصيبتونه دوئي د هدايت نه نشي لرې کولے۔ د الله پاک پۀ فضل او کرم باندې دوئي پۀ هٰغه لاره باندې روان دي کومه چې د دوزخ نه بچ کيږي، د الله پاک د محبوب بنده ګانو سره ميلاؤيږي، پۀ جنَّت تيريږي او الله رَبُّ اَلعٰلَمِين ته رَسيږي۔ ([1])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې دريو آيتونو مطلب دا دے چې پۀ چا کښې دا عقيدې (مثلاً اِيمان بالغيب، پۀ قبر او اخرت، جنَّت، دوزخ وغيره باندې کامِل ايمان) او دا اعمال (مثلاً د نـمونځ پابندي او د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کول) وموندلے شي هغوئي پۀ کامِل هدايت باندې دي او کامِل کامياب دي او پۀ چا کښې چې دا اوصاف نۀ وي، هغوئي به کامِل نۀ کامياب نه وي ، که د هغوئي عقيدې صحيح نۀ وي نو د کاميابۍ نه بالکل محرومه دي او که صرف اعمال يـې خراب وي نو ناقِصه کامياب دي۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته پۀ ټولو اِسلامي عقيدو باندې د پوخ يقين لرلو، د نـمونځ د قائمولو، د الله پاک پۀ لار کښې د خرچ کولو، د نيک اعمالو د کولو توفيق راعطا کړي او کامِله کاميابې مو دې نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔


 

 



[1]... تفسیر نعیمی ، پارہ :1، سورۂ بقرہ ، زیرآیت :5 جلد:1، صفحہ:147ملتقطاً۔

[2]... تفسیر نعیمی ، پارہ :1، سورۂ بقرہ : زیرآیت :5 جلد:1، صفحہ:149۔