Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf
منورې ته تلل بيله خبره ده او زما پۀ هغې کښې کښيناستل او مدينے منورې ته رسيدل بيله خبره ده، پۀ دواړو کښې ډير فرق دے۔ هم داسې قرآنِ کريم د هدايت کتاب دے، پۀ دُنيا کښې چې څومره خلق موجود دي، څوک کافِر دے، مسلمان دے، عالِم دے، عابِد دے، نيک دے، ګنهګار دے، د دُنيا د هر يو اِنسان د پاره، د هغۀ د ژوند د يو يو سعت د پاره، د ماشومتوب نه تر بوډا والي پورې د ژوند د هرې يوې مرحلې د پاره قرآنِ پاک هدايت دے خو هر يو دې دا ولولي، د دې د لوستلو سره دې پوهه حاصله کړي او هدايت دې هم قبول کړي، داسې نۀ کيږي، ډير داسې خلق وي کوم چې د دې هدايت نه محرومه پاتې کيږي۔ وګورئ چې ابو جهل هم قرآنِ پاک واوريدلو، هغۀ پۀ عربۍ باندې هم پوهيدلو خو هغۀ هدايت قبول نۀ کړو، څومره کافران وو کومو چې د سپوږمۍ دوه ټوټې کيدل وليدل، کاڼي يـې پۀ کلمه لوستلو واوريدل، وَنې يـې پۀ سجده کولو وليدلې خو هغوئي کلمه اونه وئيله، د هدايت د کتاب هدايت يـې قبول نۀ کړو۔
د مکې د لوئي کافر دا الفاظ د تاريخ پۀ کتابونو کښې On The Record موجود دي، هغۀ وئيلي وو: د اسمان نه لاندې (يعنې پۀ ټوله دُنيا کښې) د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه زيات رښتونے څوک هم نشته۔ يعنې دې کافر ته معلومه هم وه، منله يـې هم چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے دے، پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې نازل شوے پاک کلام قرآنِ کريم هم رښتونے دے خو هغۀ دا هدايت قبول نۀ کړو۔ ([1])
قرآنِ کريم لکه چې د رحمت باران دے، د اسمان نه باران يو شان راوريږي خو چې کله پۀ زرخيزه زمکه باندې وريږي نو د دې پۀ برکت شينکے راټوکيږي، ميوې راټوکيږي، ګلونه کيږي خو چې کله دغه باران د ګند پۀ ډيران باندې وريږي نو هلته بدبو پيدا کيږي۔ قرآنِ کريم د هدايت باران دے، دا د ټولو د پاره د هدايت کتاب دے خو د اِنسانانو زړونه مختلف دي، د چا د زړۀ زمکه چې زرخيزه ده، هغوئي چې کله د قرآنِ کريم آيتونه