Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahl e Taqwa Kay 4 Ausaf

ته ورسيدلو۔۔۔!! د مِعراج تصديق هغوئي پۀ داسې نااشنا انداز کښې وکړو، يو کافِر هغوئي ته ووئيل: اے ابو بکر! ستا دوست مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زۀ د شپې مسجدِ اقصیٰ ته لاړم او د سحر کيدلو نه مخکښې واپس مکې ته راورسيدم۔ حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: که دا خبره زما محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلې وي نو بالکل يـې رښتيا وئيلي دي۔ ([1])

داسې ايمان پکار دے، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان پۀ پټو سترګو منل پکار دي نو هله به هدايت نصيب کيږي، نو هله به کاميابي نصيب کيږي۔ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ الله او پۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اعتماد کيدل د اِيمان حقيقت دے، څيز خو پۀ ليدلو يا اوريدلو هر څوک مني خو هٰغه څيز کوم چې د هغۀ نه پټ وي او عقل پرې کار نۀ کوي، هغه صرف دې د پاره منل چې هغه رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلے دے، دا د دې خبرې دليل دے چې د هغۀ پۀ زړۀ کښې اِطاعت دے۔ نور فرمائي: که رښتيا خبره وکړم نو د ايمان جان خو دا دے چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خبره باندې د خپل حَوَّاس (سترګو، غوږونو او عقل وغيره) نه زيات اعتماد وي، که مونږ پۀ سترګو باندې وينو چې دا وخت ورځ ده او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي چې دا وخت شپه ده نو زمونږه سترګې دروغژنې دي او نبي کريم      صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے دے ځکه چې زمونږه سترګې پۀ زرګونو کرته غلطي کوي خو د هغوئي فرمان چرې هم غلط نۀ وي۔ ([2]) چا شاعر څۀ ډير ښه وئيلي دي:

اگر شاہ رَوْزِ رَا گَوْیَد شَبْ اَسْت اِیْں                                                                              بَیَایَد گُفَتْ اِیْں کَہْ مَاہ و پَروِیْں

د شعر مفهوم: که بادشاه د ورځې ووائي چې دا شپه ده نو وئيل پکار دي چې آؤ جي! دا وګورئ! سپوږمۍ ستوري پۀ نظر راځي۔


 

 



[1]... مستدرک  ، کتاب معرفۃ الصحابۃ ، جلد:4، صفحہ:5، حدیث:4463۔

[2]... تفسیر نعیمی ، پارہ :1، سورۂ بقرہ، زیرآیت :3، جلد:1 صفحہ:128-129 ملتقطاً۔