Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک پۀ مونږه ګنهګارانو باندې کَرم وکړو، هٰغه بے نيازه مونږ ته د رَمَضَانُ المُبَارَک نعمت راعطا کړو۔ * هٰغه خوش قِسمتو کومو چې د روژې پۀ مياشت کښې روژې ونيولې * تراويح يـې وکړې * د قرآنِ پاک پۀ تلاوت کښې مصروف شول * د ذِکرُ الله او د درودِ پاک کثرت يـې وکړو * چا چې زکوٰة ادا کړو * صدقه او خيرات يـې وکړو او خپلې نيکۍ يـې زياتې کړې، الله پاک دې د هٰغه ټولو نيک اعمال پۀ خپله پاکه بارګاه کښې قبول کړي، د روژې د مياشتې پۀ حق ادا کولو کښې چې کومه بے خيالي زمونږ نه شوې وي، الله کريم دې پۀ خپل کرم باندې مونږه معاف کړي۔ کاش چې پۀ ژوند کښې بيا بلکې بيا بيا زمونږه د رَمَضَانُ المُبَارَک د موندلو او د دې د برکتونو د حاصلولو سعادت نصيب شي۔ کاش چې پۀ راتلونکي کال کښې د روژې مياشت پۀ مدينه منوره کښې د ګنبدِ خضریٰ پۀ سوري کښې پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې تيرول مو نصيب شي۔

اِک بار تو دِکھا دو رمضان میں مدینہ                                                                             بیشک بنا لو آقا مہمان دو گھڑی کا([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! لکه څنګه چې د رَمَضَانُ المُبَارَک ميلاؤيدل يو سعادت دے، هم دغه شان د روژې د مياشتې برکتونه باقي پاتې کيدل، د رمضان شوق پۀ ځائے ساتل هم لوئي سعادت دے۔ اوس مونږ له دا دُعا کول پکار دي چې الله پاک دې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې  زمونږه کړي عبادتونه پۀ خپله پاکه بارګاه کښې قبول هم کړي او مونږ ته دې پۀ دې باندې استقامت هم راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... وسائلِ بخشش ، صفحہ:177۔