Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

هغوئي پاک صفتونه، د هغوئي د ژوند انداز، د هغوئي پاک کردار يـې بيان کړو۔

لکه چې دا د معاشرې د ټولو نه د ښکلو خلقو ذِکر وو، هٰغه پاک او د اوچتې مرتبې انسانان د کومو کردار چې هم اعلیٰ دے، د کومو خبرې چې هم اعلیٰ دي، کوم چې پۀ ظاهره هم ډير بے مثاله  دي، باطن يـې هم ډير پاک دے، دوئي پخپله نبيان دي يا د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام فرمانبرداره اولادونه وو، يقيناً چې تر څو پورې دوئي پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو، د معاشرې رنګ هُم بے مثاله  وو، د دوئي پۀ وخت کښې انسان د خپل ظاهر او باطن عروج  ته رسيدلے وو۔

خو بيا چې کله دا پاکې هستيانې، د اوچتې مرتبې نبيان او د هغوئي اولادونه يو يو د دې دُنيا نه پرده وفرمائيله نو پۀ معاشره کښې خرابتيا شروع شوه، د دې نه پس هٰغه خلق راغلل، کومو چې د خپل پلار نيکونو، د خپلو بزرګانو او د نيکانو خلقو لاره پريښودله، دا هٰغه خلق وو، کوم چې د معاشرې د خرابيدو سبب جوړ شو۔ دا څوک وو؟ څۀ به يـې کول؟ الله پاک فرمائي:

فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِہِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوۃَ وَ اتَّبَعُوا الشَّہَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ  غَیًّا (ۙ۵۹)

(پارہ:16 ، سورۀ مریم:59)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هغوئي نه پس هٰغه نالائقه خلق د هغوئي پۀ ځائے راغلل کومو چې نـمونځونه ضائع کړل او د خپلو خواهشاتو تابعداري يـې وکړه نو نزدې ده چې هغوئي به د دوزخ خوفناکې کندې غۍ سره مخ کيږي۔

دا هٰغه خراب خلق دي کومو چې د معاشرې او د انسانيت ښکلا خرابه کړه۔ دوئي به څۀ کول؟ دوه خراب کارونه: (1): نـمونځونه به يـې ضائع کول (2): د نفس د خواهشاتو تابعداري به يـې کوله۔