Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
نسبت د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په تحريرونو كښې ډير ځايونه دي چرته چې هغوئي د مدينه شريف، بقيعِ پاك، مُواجَهه شريف نسبتونه شامِل كړي دي مثلاً كور ته د تلو راتلو سُنَّتونه او آدابو ليكلو د پاره ئې سُرخي داسې جوړه كړې ده: ”مدینے کی حاضری“ کے 12 حروف کی نسبت سے گھر میں آنے جانے کے 12 مدنی پھول. د پيزار په ښپو كولو سُنَّتونه او آدابو ليكلو نه مخكښې ليكي: ”چل مدینہ“ کے 7 حروف کی نسبت سے جوتے پہننے کے 7 مدنی پھول. په يو بل مقام كښې ليكي: ”مدینہ“ کے پانچ حروف کی نسبت سے ایصالِ ثواب کے 5 مدنی پھول.
غرض دا چې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په ليكلے شوؤ تحريرونو كښې دا څيز ډىر زيات موجود دے چې هغوئي د مدينۀ پاك ذِكر ډير زيات كوي او د نسبتِ مدينه فيض حاصلوي.
د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ شاعري او ذِكرِ مدينه
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ زبردست نعت ويونكے شاعِر هم دے، د هغوئي نعتيه ديوان ” وسائِلِ بخشش او وسائِلِ فردوس“ مكتبةُ المَدِينه چاپ كړي دي. اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د شعرونو په شکل كښې هم په كثرت سره ذِکرِ مدینه كوي. که د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ليكلے شوے كلام اولولئ او