Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ وړومبئ د مدينے حاضري

     خوږو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د ماشوموالي نه عاشِقِ مدينه هم دے او عاشِقِ رسول هم دے. هغوئي به د يوے مودے پورې د مدينے مُنَوَّرې په هجر او فراق (يعني جدائې) كښې ژړل خو مدينے ته د حاضرئ څه صورت جوړ نه شو، آخر په 1400 هـ كښې چې كله د هغوئي عمر مبارك 30 كاله وو، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   ته په وړومبي ځل د مدينے د حاضرئ زيرے ميلاو شو...

صبا! اس خوشی سے کہیں مر نہ جاؤں          دیارِ نبی سے بُلاوا ملا ہے

    وضاحت: اے بادِ صبا! د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دربار نه راته د حاضرئ دعوت ميلاو شوے دے، هسې نه چې چرته زه د دې خوشحالئ نه مړ نه شم.

      اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ!  يو عظيم عاشِقِ مدينه څوک چې د يوے مودے نه د مدينے حاضرئ ته بے تابه وو، هغوئي ته د مدينے دعوت ميلاؤ شو، بس بيا نور څه وو د مخكښې نه د عِشقِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اور نور هم تيز شو، زړه بے قراره دے، او اوښكې د سترګو نه روانے دي. د مدينے د سفر