Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
پوهه شوم ځكه چې دا د مُرشِد كرامت وو او زما ښه ګمان دے چې زما مُرشِد زما مستقبل ليدلے وو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په كرم نوازئ او د مُرشِد په بركت مدينے مُنَوَّرې ته دومره ډير ځله حاضري نصيب شوه چې ماته ياد نه دي چې ما څو ځله د مدينے مُنَوَّرې سفر كړے دے. دا ټوله د كرم خبره ده.
رہے ہر سال میرا آنا جانا یارسولَ اللہ! بقیعِ پاک ہو آخر ٹھکانا یارسولَ اللہ!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! 1400هـ كښې چې كله اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په وړومبي ځل مدينے مُنَوَّرې ته حاضر شو، هٰغه وخت د مدينے مُنَوَّرې نه په بيرته راتلو چې د هغوئي كوم كيفيات وو، د هغې نقشه اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خپلو شعرونو كښې څه داسې بيان كړې ده: