Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

دَارُ الْاِیْمَان او قَلْبُ الْاِيْمان سره محبت نه كوي. ځكه د مدينے مُنَوَّرې سره محبت كول د اِيمان كامل كيدو نخښه ده.

      مونږ له پكار دي چې په زړه كښې د مدينه طَيِّبَه محبت زياتولو، د غمِ مدينه نِعمَت موندلو، د مدينے په جدائې كښې اوښكې بهيولو سعادت حاصل كړو، دا به څنګه اوشي؟ راځئ! په دې سلسله كښې د عاشِقِ مدينه شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   بيان شوي يو څو مدني ګلونه اورو:

د غمِ مدينه څه معنٰی دے؟

     د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   په خدمت كښې سُوال اوكړے شو: د غم مدينه څه معنٰی دے؟ هغوئي په جواب كښې اوفرمائيل: د غم معنٰى ده پريشاني درد تكليف او ناڅاپه راتلونكے مصيبت وغيره خو دلته د غم مدينه نه مراد عشقِ مدينه او محبتِ مدينه دے. كله چې د چا سره عشق او محبت غالب شي نو انسان د هغې په جدائې كښې بے قراره اوسي تر دې پورې چې هغه عشق او محبت په غم كښې بدل شي.