Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
كاش! مونږ ټولو ته عشقِ مدينه، غمِ مدينه، دردِ مدينه حاصل شي، زړه د مدينے په يادونو كښې ډوب وي، په ژبه هر وخت بس مدينه، مدينه، مدينه، جاري وي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“
اے عاشِقانِ رسول! په زړه كښې د عشقِ مدينه زياتولو، يادِ مدينه، ذِكرِ مدينه كولو، ګناهونو او فضولياتو نه د بچ كيدلو، ښه بامقصده د سُنَّتو ډك او نيكو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشِقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تړون اوساتئ او 12 ديني كارونو كښې په اخلاص خپل كردار ادا كړئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په دُنيا او آخرت كښې به بے شميره بركتونه درنصيب شي. د دعوتِ اسلامي 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“ هم ده. راځئ چې په هفته واره اجتماع كښې په پابندئ سره د شرکت کولو ذِهن جوړولو د پاره يو مدني سپرلے واورو: